IQNA

د؛ قرآن کریم مصر؛ نومې چینل کې د شیخ حصری د زوکړې دستورې

11:20 - September 18, 2025
د خبر لمبر: 3491727
ایکنا – د قرآن کریم مصر په نامې سره سپومکیز چینل  د مصر د یوه ارواښاد قاري  شیخ محمود  خلیل الحصري  د زوکړې  د کلیزې په مناسبت  یو ځانګړی پروګرام خپور کړ.

یکنانیوز د  له قوله راپور راکوي، دغه چینل د ستمبر په اولسمه نیټه د مصر د یوه ارواښآد قاري  شیخ محمود خلیل الحصري  زوکړې د کلیزې په مناسبت  یو ځانګړی پروګرام خپور کړ. ددغه چینل په خبرتیا کې راغلي دي ،په دغه پروګرام کې  چې د  ورځې  کابو لس منټ د پاسه یولسی بجې  د خداي بخښلي شیج  خلیل  الحصري  د قرآن تلاؤت شوي  دوې سپارې خپرې کړې او  د دیرشمې سپارې  له لومړۍ سورې نباء رانیولې تر والناس سورې پورې هم خپرې شوې.

همداراز د قرآن کریم لسمه سپاره  د مصر ددغه خداي بخښلي قاری په غږ سره هم د شپې مهال کابو دولس نیمې بجې  دمصر   له دغه سپومکیز چینل څخه خپره شوه  چې پکې  له انفال سورې رانیولې  د توبې سورې تر دوه نویم آیت پورې تلاوت پکې شامل ؤ.

د مصر  د قرآن کریم د تلاؤت  یوه پيژندل شوي څيره  او استاد شیخ محمود خلیل الحصري  د مصر د طنطا ښار په ؛شبر النمله ؛کلي کې  د ۱۰۱۷کال د ستمبر په اولسمه نیټه  زیږدلی ؤ.

هغه د عبدالباسط، منشاوي او مصطفی اسماعیل  ترڅنګ  په اسلامی نړۍ کې  د یوې  اغیزشیندونکې څیرې په توګه په اوسمهاله څلورو نړیوالو قاریانو کې د هغه نامه اخستل کیږي.

الحصری  هغه لومړنی قاری ؤ چې پر آنتن  ئې د ترتیل قرائت په بڼه  په کیسټ کې  تلاؤت ریکارډ او ضبط کړ . هغه د قرآن په تلاؤت کې  په لسو قرآئتونو سره مهارت درلود او  په مختلفو روایتونو سره  ددغه خدای بخښلي مصری  قاری په غږ سره  ډیر تلاؤتونه ریکارډ شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4305492

captcha